دبوش ددولت د نړ یدلوسیاسي طوفان پیل شوي دی!
ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل)

یووتلی امریکایي استادوایي:

دبوش ددولت د نړ یدلوسیاسي طوفان پیل شوي دی!

دانټرنیت دمنابعوڅخه

ارنست پارتريج" دپوهنتون یووتلی استاد اود څو سیاسي اوفلسفي کتابونولیکوونکې دکالیفرنیا څخه په یوه مقالی کې په زغرده یي څرګنده کړی دی چې دامریکی دجمهوررئیس جورج بوش ددولت دنړیدلوسیاسي طوفان پیل سو یدی . ده په دی مقالی کی چې په یوشمیردامریکی په رسنیوکښې دپنجشنبی په ورځ خپورشوپه زغرده یي څرګنده کړی دی :دامریکی داستقلال په اعلامیه کښې راغلی دی اوپه کې په کلکه ټینګارسویدی : هغه شاهزاده ګان چې دغداری اوظالمانه خصوصیاتودرلودنکی وي پرخپلواکوخلکوباندی دواکداری لیاقت نلری .  

 "کله چې یوطوفان په رښتنی توګه سره رامنځته کیږی،مختلف شرایط لکه دهوا دفشارلږیدلوله امله په یوه سیمه کښې،دیوی سړي هوادرامنځته کیدلوله امله رامنځته کیږی ،نوله دی کبله دااوس ټولولاس په لاس کې یې سره ورکړیدی اوترڅوپه نتیجه کښې  ستری غمیزي اوفاجعي رامنځته کړی  ."

 ددغه امریکايي استاددلیکنی پربنسټ،" سیاسی طوفان چې دبوش ددولت وګریوان ته ورلویدلی دی، دیوشمیر عناصروڅخه جوړشوی دی،چې دغه عناصرهریویې بل ګړندی کوي . دبوش دولت زیارباسی ترڅوله یو ۱څخه یا له دوو ۲نه دغه شیان ترڅیړنی لاندی ونیسی اوضروری مسائل شاته پریږدی اووخپل کارته ادامه ورکړی  .

پارتريج ټینګارکوی : دبوش ددولت دپلویانوپرابلمونه (بوشویک – دبلشویک دکلیمی مسخره اوریشخند) کول چې یویویې رامنځته کیدل اودمخامخ کیدو ا مکان دهغوی سره وو،مګردوی په پرله پسی توګه رامنځته کیږی اوممکن دی چې په راتلونکی ټول ټاکنی کې چې دنوامبرپه میاشتی کې ترسره کیږی اوپه راتلونکې کې ددوي اودبوش ددولت د نړ یدلوسبب وګرځی .   

ده زیاته کــــــړه :دمخالیفینوویناووغــــــــوږونوته رسیدلی دی. تیره میاشت  دحقایقودویلو اوبربنډه کولویوه دډیروځانګریو میاشتوڅخه بلل کیږی، داپریل پرشپږمه ۶مه نیټه هری تیلردشمالی كاروليناي یواوسیدونکی وبوش ته یې مخامخ وویل : دی دواشینګتن دلارښودونکی اودجمهوررئیس په توګه داسی نه دی شرمیدلی اووحشت نه دی وهلی .

"دری اونی وروسته وتلی اوپیاوړی کمیدین استیوکلبرت،بوش اودسپینی ماڼی مطبوعاتی ډله یې عملآ وځړه ول،تیره اوني دسی .آ .ای د(سیا) دسازمان یوپخوانی کارکوونکی ورامسفلدته مخا مخ وویل چې ته درواغجن یې،همدارنګه رامسفلدبیاپه یوبل درواغ کې یې ځواب ورته ورکړ. همدارنګه تیره میاشت اته (۸)تنه  متقاعداوپرکورناستو  دامریکی ددفاع دوزارت  پخوانی جنرالانو ، رامسفلدیې دعراق دجګړی دمسئلی په هکله ترګوتنیونولاندی  یې ونیول ".

دغه امریکایی استادولیکل : ودغه ټول ارزښتمنداومهمی پیښوته په اصلی رسینیوکښې په بی اعتنایی سره ورته کتل سوي دي اوندی خپاره سوي،برسیره پردی چې ځانته انټرنیټی امکانات هم لری، اودغه پیښی ترشااوترخاورلاندی پاته نه سول اوداددی ښکارندوي دی چې رسینیو دتولیزودریځونوکنترول  دلاسه ورکوي  .

پارتريج په اشاری سره وویل : دسپتامبردیوولسمی(۱۱) می دیرغل نه وروسته په سلوکی (۷۰) اویا فیصده دامریکی خلک په دی باورووچې صدام په دی یرغل کې لاس لری اوپه سلوکې (۷۶) شپږاویافیصده خلک داسی یې سوچ کول چې صدام دالقاعیدی ملګری دی مګرټوله پوهیږو چې دغه ویناوي اوخبري بی بنسټه اودرواغ وه او دی اودغه ددرواغوویناوي یوازی داصلی رسینیوله لاری دخلکووغوږونوته رسیدلی دي  .   

دده دویلوپربنست، ((په ۲۰۰۲ م کال کې كالين پاول دامریکی دوخت دبهرنیوچارو وزير دعراق دهستوی وسلوشته والی یې دملګروملتونوپه امنیتی شوراکی یې څرګنده کړاوپه خپل ګزارش کې دصدام داړیکی په هکله  دالقاعیدی سره یې  هم په څرکنده ټینګاروکړاودامریکی ټولي رسینی په یوه ږغ وویل چې پاول دعراق دوسیه یې ثابته کړیده .))

"مګروروسته پاول وویل چې دده خبری یوموټ درواغ وو اوپه دی هکله  یې دخلکونه معذرت هم وغوښتل ،سربیره پردغوکوښښونوچې سپینه ماڼی ترسره کړ،په پای کې دامریکی خلک ودی حقیقت ته ځیر سول اود تیر دسامبرپه میاشتی کې په یوټول پوښتنی اودلړلیدپه اخیستلوکې  دخلکونه یوازی په سلوکښې دوه ویشت(۲۲) فیصده خلک سوچ یې کول چې دصدام اودسپتامبردیوولسمی (۱۱) ترمنځ اړیکی او تړاوشته دی  ".

پارتريج لیکی :دخبردخپرونی اودګزارش نشته والی دامریکی په عمده اوخاصورسینیوکښې ددرواغوترګزارش لږاهمیت اوارزښت نلری.په انګلیستان کې دلمړی وزیر يادداښتونه دا په ګوته کوي چې بوش بیله دا چې و محرمواوسری اطلاعاتوته ځیر شی،پرعراق باندی دیرغل هیله اوقصد یې درلودی .اودغه مهمه مسئله په عمده اوخاصورسینیوکښی خپورنه شو ".

دده په ویلو، "حتی دتیروکلونو په ټول ټاکنو کښې چې تیروتنی او درغلی رامنځته سوی وي په دغورسینیوکښې خپورنه شواوپه خبری رسینیوکښې ونه لیدل سول .

دغه امریکایې استاد ټینګارکوي : چې قضایي دستګاه بوش اوواکمن ګوندبه هرومروراکښ کړی .کارل روودبوش  سیاسی مغز،دنیولواوراکشولوپه حال کی دی .دجک ابرامف پيښه اوماجرادپیړی لوی ترینه رسوایې پیژندل سوی دی،اوپه دغه پیښی کې(۶) شپږتنه دجهموریت غوښتونکی ګونداستازی هم لاس او ګډون ورسره لری ،

"ترټولوبده داده که جمهوررئیس اودده دولت سوچ کوي چې ترقانون هم اوچت دی . دوي دامریکی وانسانی اووکړنی قانون ته په درنښت ندی کتلی اوحتی دژنووکنوانسیون ته یې هم په هیڅ ډول پام ندی کړی".

پارتريج په دغه مقالی کې واکمن دولت اودهغه ګوندته وایي چې په امریکی کې درابین هودپه شان دی ،اولیکی هغوی دخوارانونه اوغیر شتمنونه اخلی اووبډایانو،پيسی لرونکواوشتمنوته یې ورکوي .

دی په اشاری سره ودی مطلب ته وایې چې دبوش دولت وګواښ اودښمنی ته هیڅ ډول حداواندازه نه پیژني اوټینګارکوي موږټوله  نفرین سوی یو ترڅوبه دا ډول په دی  عصراووخت کې ژوند وکړو./

 

 


May 15th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی